د ازادې اروپا راډیو ماموریت بیان

د ازادې اروپا (مشال) راډیو تګلاره: د ازادې اروپا راډیو د کره او معتبره خبرونو له ورکولو سره په هغو هېوادونو کې ډیموکراټیکو ارزښتونو او ادارو ته وده ورکوي چې پکې یا خو رسنۍ تر بندیز لاندې دي، یا ازادې نه دي او یا هم په سم ډول پکې جوړې شوې نه دي. د مشال راډیو ټول خبریالان یا د دې راډیو کارکوونکي باید دا اصول په پام کې ونیسي : کره والی د مشال راډیو خبریالان به تر وسه وسه هڅه کوي چې دانټرنېت له لارې د خپرېدونکیو مطالبو په شمول یې درست راپورونه اوخبرونه دقیق اوکره وي.که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي ،خبري مالومات باید لږ تر لږه د دوو خپلواکوسرچینوپر بنسټ برابرشي . د مشال راډیو (د ازادې اروپا د راډیو) خبریالان او ژورنالیستان داسې مطالب نه خپروي چې د اوازو یا نا تایید شویو مالوماتو پر اساس وي. که په کوم خبر یا رپورټ کې تېروتنه وشي ، نو ژرتر ژره به یې سموي. بې پریوالی او انډول ساتنه (توازن) ټول مالومات له واقعیتونوسره سم وړاندې کېږي چې د پېښو اومسایلو په اړه د خلکود پوهېدو سطحه لوړه شي اوکوم لور ته له تمایل او تحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي . د مشال راډیوخبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسي ډول وړاندې کوي چې په ټولومسلو کې یې انډول ساتلی وی .که د راپور د اڼدول ساتلو لپاره د یوې ډلې یا شخص نظرمهم وي اوهغه له څه ویلو ډډه کوي ، مناسبه ده چې په راپورکې یې یادونه وشي . مشال راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یا نورو سازمانونو یا کوم مذهبي شخصیت په شمول ،که هغه په داخل کې وي یا بهر، د هیڅ سیاسي ګوند ملاتړ نه کوي.او نه د کومې سیاسي ،قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ، تایید یا سپارښتنه کوي . شننې، تبصره او سر مقاله ټول راپورونه او نور مطالب باید دموضوع دسابقې په باب ضروري مالومات اوتوضیحات ولري چې له اورېدونکي سره دموضوع په ښه پوهېدو او د وړاندې شویو مالوماتو د پایلو په رسولو کې مرسته وکړي. خبریالان باید خپل شخصي قضاوت یا نظر په راپورونو کې ورګډ نه کړي . په ټولیز ډول، باید له تبصروډډه وشي. مشال راډیو غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي . د مشال راډیوکارکوونکي یوازې په استثنايي مواردو کې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې ترمخکې د خپرونو رييس یا مرستیال ورسره موافقه کړې وي. هغه تبصرې ،چې له راډیو دباندې یې نورکارپوهان لیکي، باید دمشال راډیوپرمسلکي معیارونو برابرې وي . د درناوي اصل ،نرمه اومعتدله ژبه د خپرونو وړاندې کوونکي اود مطالبو لیکونکي باید تل له نرمې او منځلارې ژبې کار واخلي چې ټولو انساني حقونو ته د درناوي د اصل د رعایتولو او د منطقي دلایلو پر اساس د متمدن سلوک ښکارندوی وي.په خپرونو اومطالبوکې باید داسي مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي،قومي، ټولنیز – اقتصادي یا کلتوري باورونو ته سپکاوی ګڼل کېږي اوباید په ټولومطالبو کې د درناوي او ادب معیارونه په نظر کې وساتل شي. په مطالبواوخپرونو کې باید داسي مواد شامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالي ته د خلکو احساسات پاروي .د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې او د حقیقت پراساس وي . تګلاره مشال راډیو د ولسواکۍ یا ډېموکراسۍ او د بشري حقونو ملاتړ کوي چې په ډېموکراټیکو هېوادونو کې عام دی. خو له دې سره سره مشال راډیو د کومې ځانګړې تګلارې یا پالیسۍ او یا هم د قانون ملاتړ نه کوي او نه هم کوم مقام ته د چا د انتخابېدو یا انتصابېدو ملاتړ کوي . مشال راډیو، لکه څنګه چې په هیلسنکي کې د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د غونډې (کنفرانس) په وروستي سند کې ویل شوي د خپل برخلیک په باب د خلکو د حقوقو ملاتړ کوي.خو له دې سره سره د مشال راډیو خپرونې اومطالب باید د بېلتون غوښتونکیو یا تجزیه غوښتونکیو تایید او ملاتړ و نه کړي . مشال راډیوله نړیوالومنل شویواصولو او نورمونو سره سم د ټولوخلکو د سفر او مهاجرت د ازادۍ ملاتړ کوي.خو له دې سره سره به مشال راډیو په خپلو خپرونو او مطالبو کې خلک مهاجرت ته و نه هڅوي . اخلاقي اصول د مشال راډیو کارکوونکي او د دې راډیو د خپرونو همکاران باید په خپل سلوک او چلند کې لوړ اخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسو سره په خپلو اړیکو کې د شخصي ګټو له شاملولو څخه په ځانګړي ډول ځان وساتي . د مشال راډیوکارکوونکي او همکاران باید په هیڅ ډول د دې راډیو له نوم اواعتباره د شخصي ګټوا و شهرت لپاره کار وانخلي .