د موادو ډولونه

ډایرېکټ ته ښه راغلاست.

ډایرېکټ د موادو ازاده ډیجیټل سروېس یا خدمتځای دی چې د ښه کیفیت غږیزې ټوټې او ویډیوګانې د راډیويي، ټیليویژني او ډیجیټل استعمال لپاره برابروي. د راډیو ګانو او ټیليویژنونو او ډیجیټل رسنیو کارکوونکي چې نوملیکنه وکړي نو له ډایرېکټه د خپلو خپرونو لپاره وړیا مواد تر لاسه کولای شي. دلته داسې اسانې لارې شته چې تاسې ژر خپل اړین مالوماتي مواد تر لاسه کولای او ښکته کولای شئ. تاسې د ژبې، نېټې او براډکاسټ سروېس په لټون هغه اډیو او ویډیوګانې ترلاسه کولای شئ چې ورته مو اړتیا وي. تاسې که کمپیوټر کاروئ او که موبایل، له ډایرېکټه د ازادې اروپا راډیو تازه خبري مواد تر لاسه کولای شئ. د ازادې اروپا راډیو اووه ورځې د اوونۍ او ۲۴ ساعته مسلسل له اوکراین، روسیې، ختیځې او منځنۍ اروپا، قفقاز، منځنۍ او جنوبي اسیا او منځني ختیځه خبرونه تر لاسه کوي. تاسې له دې ګټه اخیستای شئ ځکه چې د ازادې اروپا راډیو په ۲۱ هېوادونو کې او په ۲۸ ژبو کې خبري مواد لري. موږ ۴۰۰ خبریالان لرو او ۷۵۰ هغه خبریالان لرو چې په ۱۹ بیوروګانو کې او بېلا بېلو ښارونو او کلیو کې موږ ته په قراردادي ډول خبرونه راکوي. د ازادې اروپا راډیو په نړۍ کې له معتبرو او جامع رسنیو یوه ده. نو که غواړئ چې مواد ولټوئ له ډایرېکټ سره مو اکاونټ جوړ کړئ.

تاسې باید زموږ تصویب شوي ملګري یاست چې زموږ خبري مواد ښکته کړای شئ.

نوملیکنه